برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د خوړو نړیوال پروګرام: ۹ میلیونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

فقر

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي رییس د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د سمدستي مرستو غوښتنه وکړه.


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشر ډیویډ بیسلي پر ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له فقر او لوږې سره مخ دي.

بیسلي وویل، په افغانستان کې به ۹ میلیونه خلک د خوراکي توکو له مرستو بې برخې شي که چیرې دوی په څو ورځو کې سمدستي بودیجه ترلاسه نه کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي رییس وايي، نړۍ نه شي کولای په دغه بې ساري بحران کې د افغانستان خلک یوازې پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي