برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خصوصي سکتور د ودې اجرايي کمېټې ناسته وکړه

د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا اجرايي کمېټې نن خپله ناسته په اجرائيه ریاست کې د سوداګرۍ وزیر همایون رسا په مشرۍ وکړه.


په دې ناسته کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشې او د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې په شته بانکونو د لګښتونو د کمښت، د پورونو د ورکړې اسانتیاوې، د پورونو د ګټې کمښت، د بانکونو د امنیت د تامین او نورو مسایلو په اړه بحثونه وکړل.

په دې ناسته کې د افغانستان بانک چارواکیو وویل، چې دوی د مالي خدماتو په ملي ستراتېژۍ کار پيل کړی، څو په ملي کچه د پورونو د ورکړې او غوښتلو سروې وکړي.

هغوی وویل، چې د یادې سروې په پایله کې به د ښو پرېکړو لپاره زمینه برابره کړي.

همدارنګه د غونډې برخوالو وویل، چې پنځلس سلنه ګټه په پورونو کې لوړه بیه ده او شرکتونه نشي کولای چې دغه ګټه ورکړي، همدارنګه یې غوښتنه وکړه چې د پور بېرته ورکړه باید په لومړۍ میاشت کې ونه غوښتل شي.

د امنیت نشتوالی، د پورونو نه ورکړه، پر بانکونو لوړ لګښتونه او نور په هېواد کې د اقتصادي ودې پر وړاندې اصلي خنډونه یاد شول او ټینګار وشو، چې پر بانکونو دې لګښتونه کم شي. بانکونه په میلیونونو افغانۍ هره میاشت د امنیت د تامین، د کرایې د ورکړې او نورو لپاره لګوي.

د پورونو د ورکړې پر وړاندې بیا د شته خنډونو د لرې کولو غوښتنه هم وشوه. د افغانستان بانک چارواکیو وویل، چې د شرکتونو د بانکي حسابونو پاکول او د ارایه شویو ارقامو تشخیص، د ډاډمن تضمین نشتون، د ناسمو ګزارشاتو ورکړه، د قبایلو نه شرعي کېدل او نور د پورونو د ورکړې پر وړاندې خنډونه دي او له همدې امله بانکونه زړه نه ښه کوي چې پور ورکړي؛ ځکه چې بانکونه زیانمن شوي دي.

په دې غونډه کې په ځینو نورو مسایلو هم بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې په دې اړه به اړونده ادارې کار وکړي او خپل رپوټ به د اجرائيه ریاست عالي مقام ته وسپاري.

شریک یي کړئ!