برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خسرو آباد ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېډو چارې پیل شوې

آریانانیوز: د هلمند د ناوې ولسوالۍ په خسرو آباد غربي سیمه کې د یوې اته ټولګیزې ودانۍ د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.


په دغو مراسمو کې د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري، د ولایتي شورا رییس، د ناوې ولسوال، د سیمې یو شمېر قومي مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو پکې برخه اخیستې وه.
د یاد ولایت د پوهنې رییس داود شاه صفاري وایي، چې د خسرو آباد غربي ښوونځي نوې ودانۍ به اته درسي ټولګي، څلور اداري خونې، ۳۵۴ متره د احاطې ديوال او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې ولري.
د نوموړي په خبره، چې د یادې ودانۍ رغنیزې چارې د شاوخوا لسو کاري میاشتو په ترڅ کې بشپړېږي، چې نژدې ۹،۹ میلیون افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د پوهنې مسوولینو او سیمه ییزو چارواکو د سیمې له خلکو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل اولادونه په ښوونځيو کې شامل کړي او د پوهنې وزارت د پروګرامونو په پلي کېدو کې له دې وزارت سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي