برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د خبرو ځنډولو سره به د امريکايي عسکرو مرګ ژوبله زياتیدا

آریانانیوز: د امریکا «يو ايس اې ټو ډې» ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو چارواکو هغو څرګندونو ته کتنه کړې، چې له طالبانو سره يې د سولې خبرې ځنډولي دي
ورځپاڼه وايي، د خبرو ځنډولو تر ټولو زيات زيان به امریکا ته ورسيږي او کېدای شي له دې سره د امریکايي عسکرو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راشي
څو ورځې وړاندې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې، په سبا يې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو «سي ان ان» تلويزون سره په مرکه کې وويل، چې امریکا لا هم له طالبانو سره خبرو ته لېوالتيا لري، په دې شرط، چې طالبان په مسوده کې په ليکل شوو ځانګړو شرطونو عمل وکړي
پومپيو زياته کړې وه، که طالبان خپله ښه نيت روښانه کړي، د القاعدې په څېر ډلو سره خپل پرېکون عملي کړي، امریکا به ورسره بېرته خبرې پيل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي