برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیې ټيټې شوې دي

آریانانیوز: د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیې په غور کې د څارويو ځيني پلورونکي وايي چې په روان کال کې د وچکالۍ ګواښ د څارويو په بیه منفي اغېز کړى، حتی د لوی اختر په رارسېدو هم د څاریو بیې نه دي پورته شوې.


د غور په مرکز فېروزکوه کې «ګنج بازار» د مالدارانو لپاره د څارویو د پلور یوه سیمه ده چې هره ورځ په کې سلګونه غواګانې، خوسي، پسونه او وزې پلورل کېږي.
یو شمېر څاروي پلورونکي او څاروي پېرونکي چې د ښار له نږدې یا لرې سیمو څخه ګنج بازار سیمې ته راغلي وايي، د څارويو بیې د تېرو کلونو په پرتله ټيټې شوې دي.
مالداران چې هر یوه یې لسګونه څاروي د پلور لپاره راوستلي د څارویو د بیو د کمېدو لامل وچکالي بولي.
د دولینې ولسوالۍ مالدار ضیاالحق چې دغه بازار ته راغلی پژواک خبري اژانس ته وویل، د څارویو د پلور کار و بار کوي او له دې لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.
نوموړي زیاته کړه، روان کال د دوی لپاره ښه نه و؛ ځکه د وچکالۍ له امله د ټولو هغه څر ځايونه چې دوی په کې مالونه څرول وچ شوي او نوموړی اړ دی چې له بازار نه د د څارويو خوراکي توکي واخلي.
نوموړي د دې په ویلو سره چې د تېرو کلونو په پرتله د څارویو بیې ۲ زره افغانۍ کمې شوې دي زیاته کړه: (( د ژوند ټوله پانګه مې دا څو غواګانې، پسونه او وزې دي، که دا ټول هم وپلورم د کورنۍ مصارف پرې نه شم پوره کولی.))
ضیاالحق چې ګنج بازار ته یې ۲۰ وزې او ۱۵ غويي راوړي وویل، تېر کال یې یوه وزه په ۷ زره پلورله؛ خو روان کال یې پېرېدونکي په څلور یا پنځه زره افغانۍ بیه کوي.
بل مالدار صبر الدین چې د څارویو له بيو یې شکایت درلود وویل، د وچکالۍ له امله د خپلو څارویو پلور ته مجبور شوی دی.
هغه زیاته کړه: (( روان کال مو د څارویو بیې د قناعت وړ نه دي او موږ اړ یو چې خپل څاروي له دې امله په کمه بیه وپلورو؛ ځکه په غرونو او دښتو کې څرځايونه نشته او ټولې سیمې وچې شوې دي.))
د فېروز کوه اوسېدونکی ویس الدین چې د پسه د اخیستو لپاره ګنج بازار ته راغلی وویل، د تېرو کلونو په پرتله د څارویو بیې کمې شوې دي؛ خو د بېکارۍ له امله خلک د تېر په ډول د څارویو د اخیستو توان نه لري.
نوموړي زیاته کړه: (( موږ هر کال قرباني لرو، نن ګنج بازار ته راغلی یم چې په مناسبه بیه یو پسه وپېرم.))
د غور د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارانو خبرې مني او وايي، په روان کال کې وچکالي د غور په ګډون د لوېديځ زون ټول ولایتونه ګواښوي.
د هغه په خبره، سربېره پر دې چې وچکالۍ د دغه ولایت کرنه او مالداري اغېزمنه کړې، د ډېری هغو کسانو د بېکارۍ لامل هم شوې چې مخکې په بزګرۍ بوخت و.
دا په داسې حال کې ده چې د فېروز کوه په بازار کې د پسه یوه کیلو غوښه په ۳۲۰ او د غويي یوه کیلو غوښه په ۲۶۰ افغانۍ پلورل کېږي. ټيټې شوې دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي