برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

به هوایی برید کی شپږ تنه ولسي خلک مړه او ژوبل شول

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۶ تنه ولسي خلک مړه او ژوبل شوي دي
ځايي خلک او طالبان وايي، دولتي الوتکو وړمه شپه یوه بجه د دولینې ولسوالۍ په «زیر تنګي» کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د استوګنې یو کور په نښه کړی، چې له امله یې د ناصر په نوم یو کلیوال وژل شوی او ۵ تنه نور ټپيان دي
په داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د کابل حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې لړۍ هم ډیره پڅه روانه ده، د دولتي عسکرو لخوا په ولسي خلکو د هوايي او توپچي بریدونو زور اخیستل د شنونکو په باور د سولې پروسې سره د حکومت له دښمنۍ پرته بله مانا نه لري، چې په خبره یې باید مخه یې ونیول شي.

شریک یي کړئ!