برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د تورخم له لارې سوداګري کمه شوې

آریانانیوز: د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسـوولين وايي، په تورخم بندر کې د تعرفو د لوړوالي له امله د سوداګرۍ کچه ټيټه شوې او ډېرو سوداګرو د خوست او پکتيا له لارې د مالونو لېږدولو ته مخه کړې ده.


د دوی د معلوماتو له مخې، پخوا هره ورځ له ۸۰۰ څخه نيولې تر زر لاريو مال له دې لارې افغانستان ته راوړل کېده، خو اوس دغه شمېر له ۱۵۰ څخه تر ۱۸۰ راټيټ شوی دی.
خو ولايتي چارواکي وایي چې تعرفې لوړې شوې نه دي، بلکې د فساد او جوړجاړيو مخه نيول شوې؛ ځکه د موټرو له کموالي سره هم د عوايدو کچه لوړه ده.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې رييس ګلمراد عرب له پژواک اژانس سره د يوې مرکې پر مهال وويل چې تر پخوا دلته اوس د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچه ډېره راټيټه شوې ده.
دی وايي، پخوا  په کال کې د تورخم له لارې سوداګري ۷ ميليارده افغانۍ  وه، خو اوس دغه  رقم يو ميليارد او ۷۰۰ ميليونه افغانۍ ته راټيټه شوې ده.
د سوداګرۍ خونې رييس وايي، په تېرو کلونو کې هره ورځ له ۸۰۰ لويو بار وړونکو موټرو نيولې تر ۱۰۰۰ لاريو مال د تورخم له لارې افغانستان ته انتقالېده؛ خو اوس د ورځې يوازې له ۱۵۰ څخه تر ۱۸۰ موټر راځي.
نوموړی د سوداګرۍ کچې د کموالي علتونه د پاکستان له لوري سوداګرو ته د ستونزو رامنځته کول او په دې وروستيو کې په تورخم بندر کې د تعرفو لوړوالی په ګوته کوي.
هغه زياته کړه، په تورخم بندر کې د تعرفو لوړېدل د دې سبب شوی چې سوداګر د تورخم پر ځای د خوست د غلام خان او د پکتيا د څمکنيو بندرونو له لارې سوداګري وکړي.
عرب وايي، د تورخم له لارې په هره لارۍ له  سل زره افغانيو نيولې تر ۱۲۰زره افغانيو اخيستل کېږي؛ خو د خوست او پکتيا بندرونو کې دغه پيسې يوازې د ۴۰ او پنځوس زره افغانيو په کچه محدودې دي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې د تورخم بندر له لارې تعرفي لوړې شوې نه دي؛ بلکې د فساد او جوړجاړي مخه نيول شوې ده.
دی وايي، په ننګرهار کې د ګمرک د نوي رييس په ټاکل کېدو په ټولو ګمرکي ادارو کې د فساد مخنيوی شوی او له امله يې هغه سيستمونه بند شوي چې د جوړ جاړي له مخې به د سل زره افغانيو محصول په ۴۰ يا ۵۰زره افغانيو کېده.
هغه زياتوي سره له دې چې اوس د موټرو تګ راتګ هم کم شوی، خو بيا هم د پخوا په پرتله د عوايدو کچه لوړه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي