برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د انټرنیټ بیې د ټیټوالي طرحه تصویب شوه

د اقتصاد عالي شورا له مفصلو بحثونو وروسته سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو، د انټرنیټ بیې د ټیټوالي او د سیمنټو فابریکو د جوړولو طرحې تصویب کړې.


په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوی وه پر یادو طرحو پر بحث او تصویب سربېره د پیسو نړیوال صندوق په اړه د مالیې وزارت پر راپور، د سیمنټو عمومي طرحې، د هرات ولایت د سیمنټو پر پروژې، د شیدا د مسو کان او سمنګانو د سیمنټو پر فابریکې بحث وشو.

د غونډې په لومړۍ برخه کې کلیو او پراختیا وزارت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته په پرنسیپ کې تائید شوه.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، زموږ د پالیسۍ لومړۍ موخه داده چې له داخلي منابعو څخه انرژي تولید شي، هغه زیاته کړه د سوداګرۍ او صنایعو خونه دې په دې برخه کې چې څنګه پانګونه ممکنه ده واضح طرحه ترتیب او وړاندې کړي .

په یاده طرحه کې راغلي چې په ۵۵ سرحدي ولسوالیو کې به ۳۸۰ زره کورنۍ د برېښنا انرژۍ څخه برخمنې شي. د دې پروژې د تطبیق لپاره ۱۸ میاشتو ته اړتیا ده.

د اجنډا په دوهمه برخه کې د انټرنیټ بیې د ټیټوالي طرحه او ډارک نوري فایبر له مفصلو بحثونو وروسته تصویب شو. جمهوررئیس غني ټینګار وکړ چې د نوري فایبر په برخه کې لا زیاتو غونډو ته اړتیا ده، هغه وویل، افغان ټلیکام شرکت باید د خپل کاري بهیر په اړه اقتصاد عالي شورا ته راپور ورکړي.

دغه راز مالیې وزارت د پیسو نړیوال صندوق سره د همکارۍ ناستو په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د پیسو نړیوال صندوق سره باید په درې کلن پروګرام کار وشي، هغه له دې صندوق سره د لا زیاتې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې راپور کې څرګنده شوې چې د پیسو نړیوال صندوق د ۱۳۹۷ کال په بودجه کې د مالیې وزارت د نوښتونو قدرداني کړی ده، دغه راز یې د بهرنیو زېرمو د ساتنې او کمزورو بانکونو ته د متوجه خطرونو د مهارولو په خاطر یې د افغانستان بانک د تعهد قدرداني هم کړې ده.

په همدې ترتیب په راپور کې راغلي چې د پیسو نړیوال صندوق د جرم پېژندنې لپاره د قانوني چوکاټ د پیاوړتیا او د دولتي مقاماتو د شتمنیو د ثبت او خپرولو په خاطر د افغانستان دولت هم تقدیر کړ.

جمهوررئیس غني په دې برخه کې راپور ورکول مهم وبلل وې ویل، په دې اړه باید واضح طریقه وجود ولري او دغه راز یې د وارداتو او صادراتو پر بیلانس هم ټینګار وکړ. هغه د اصلاحاتو په راوستو او د ګمرکونو په مرکزي کېدو هم ټینګار وکړ.

وروسته د سیمنټو عمومي طرحه چې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو غونډې ته وړاندې کړې وه، وارزول شوه. جمهوررئیس غني وویل، پخوا مناسب حقوقي، تخنیکي او تدارکاتي ظرفیت نه وو، مګر اوس رامنځته شوی دی.

هغه په دې اړه لارښوونه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت، ملي تدارکاتو ادارې او په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار دفتر ګډه ګمېټه دې یاده طرحه وارزوي.

دغه راز په سمنګانو کې د سیمنټو د تولید فابریکو جوړولو طرحه چې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو غونډې ته وړاندې کړې وه، تر بحث وروسته تصویب شوه. جمهوررئیس غني د سیمنټو د تولید په برخه کې دا طرحه ستر ګام وباله او د یادو فابریکو د اړتیا وړ ځمکو په برخه کې یې وویل، باید زیاته مذاکره وشي.

هغه زیاته کړه د ماشینرۍ د وارداتو په برخه کې دې تخفیف په پام کې ونیول شي او څرګنده یې کړه چې د برېښنا شرکت دې د برېښنا رسولو په برخه کې د واضح فرمول له لارې پایلې ته ورسېږي.

د سیمنټ جوړولو د طرحې په اړه څرګنده شوه چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول به د دې فابریکې په لومړي او دویم فاز کې ۳۰۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي او په یو کال کې به یې کار بشپړ شي.

د غونډې په پای کې د هرات ولایت سیمنټو پروژې د جزئیاتو په اړه مفصل بحث وشو او غونډې پرېکړه وکړه چې تر یوې بلې میاشتې به په دې برخه کې ټولې وړاندېز شوې طرحې له ارزونې وروسته نهایي شي.

جمهوررئیس غني وویل، حکومت د کانونو په برخه کې د پانګونې لېواله دی او داخلي پانګونه یې په کاري لومړیتوب کې قرار لري. هغه زیاته کړه، د یادو طرحو له ارزونې وروسته به په دې اړه تصمیمونه ونیول شي.

شریک یي کړئ!