برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکا ايف ۳۵ ډوله الوتکې د لومړي ځل لپاره د طالبانو يوه مرکز بمبار کړ

آریانانیوز: امریکايي چارواکو ويلي، چې د امریکا ايف ۳۵ جټ جنګي الوتکو تېره ورځ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو پر يوه مرکز بمبار کړی دی. ويل کيږي، چې دغه الوتکې د عربي سمندر څخه افغانستان ته پرواز کړی دی.


ايف ۳۵ جنګي الوتکې د امریکا تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکې بلل کيږي او د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کې بمبارۍ پيل کړي دي.
د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» يوه لوړپوړي افسر چندلر نيملز امريکايي رسنيو ته ويلي، چې د ايف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو کارول په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت د ژغورلو لپاره تر ټولو ګټوره لاره ده.
د امریکا دغو پرمختللو جنګي الوتکو په داسې حال کې په افغانستان کې بمبار پيل کړی، چې د دغو بمباريو له امله د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازيتوب دفتر وايي، چې د افغان حکومت او بهرنيو الوتکو په بمباريو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې ده.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍکې په تېرو لڼدو ورځو کې شپېته ملکيان وژل شوي، همدارنګه په کاپيسا، ميدان وردګو، کندوز، لوګر او نورو سيمو کې هم د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده، خو د ګډ حکومت سربېره امریکايي چارواکي په دې اړه د رسنيو او څېړنيزو مرکزونو پوښتنو ته ځواب نه وايي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي