برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو په هوائي برید

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان رسنیو ته ویلي چې دغه حمله پرون پنجشنبه هغه مهال شوې چې افغان پولیس له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وو.



افغان امنیتي مسولینو په دې اړه تر دې دمه چې دا هوائي برید ترسره کړی څه نه دي ویلي.خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبک پاڼه لیکلي چې د نهرسراج اړوند په تانګي امنیتي پوسته د طالبانو له لوري بریدونه شوي چې په ځواب کې یې د غوڅ  ملاتړ ځواکونو درنې بمباريۍ کړې چې  يو شمېر افغان پوليس په دغو بمباريو کښې وژل شوي او ژوبل شوي دي . رحیمي زیاته کړه داسي راپورونه هم شته چې دغه پولیس د امريکې په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
له بلې خوا طالب ډلې هم په يوې خبرپاڼه کښې ويلي چې دغه هوائي حملې د امريکائي جنګي الوتکو لخوا شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي