برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ارګ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د نوماندۍ لپاره استعفا

د ارګ د ویاند یوه مرستیال دواخان مینه پال راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه.


هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه دغه خبر لیکلی او زیاته کړې يې ده، غواړې د کوچیاانو له حوزې ولسي جرګې ته نوماند شي.
مینه پال د خپلې دندې په اوږدو کې د رسنیو له مسؤلینو مننه کړې او دعوه يې کړې: «ما که هردریځ نیولی هغه مې د دې هېواد دلوړو ګټو په خاطر نیولی دی.»
دواخان مینه پال چې تر دې وړاندې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ییس او تر هغه وړاندې د ازادي راډيو خبریال پاتې شوی، دوه کاله وړاندې په ارګ کې د ویاند مرستیال وټاکل شو.
پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره کېږي، چې د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ يې تېره شنبه پیل شوه.

شریک یي کړئ!