برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ارمنیا او اذربایجان تر منځ د کړکیچونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت لخوا بیان

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې د ارمنیا او اذربایجان تر منځ روانو نښتو په اړه غبرګون څرګندوي...


اعلامیه وايي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ناګورنو – قره باغ په سیمه کې د ارمنیا او اذربایجان تر منځ روانو نښتو په اړه اندیښنه لري او د انساني تلفاتو او د هغې له امله رامنځته شوي مادي زیانونو خواشیني کوي.

د ناګورنو – قره باغ سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان د یوې برخې په توګه پیژندل شوې. افغانستان د ناګورنو – قره باغ نیواک پای غواړي او په دې برخه کې د اذربایجان د خلکو او حکومت او د نړۍ د نورو هیوادونو د هلو ځلو ملاتړ کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوربند له سره پیل او په سیمه کې د اوږدمهاله کړکیچ سوله ایز حل غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي