برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

جمهور رییس غنی د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررییسانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله

آریانانیوز: په دغو ټلیفوني تماسونو کې جمهوررئیس غني د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او سیمه ییزې همکارۍ بحث او خبرې وکړې...


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د جلا جلا ټلیفوني تماسونو له لارې د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف او د دوی هیوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.

په دغو ټلیفوني تماسونو کې جمهوررئیس غني د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او سیمه ییزې همکارۍ بحث او خبرې وکړې.

همدا راز د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو، جمهوررئیس غني او افغانستان ملت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.

شریک یي کړئ!