برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دوکانداران د پولیسو له باج اخیستنې شکایت کوي

آریانانیوز: د کندهار ښار اوسېدونکي وايي د پولیسو له لوري باج اخیستو يې له دوکاندارۍ زړونه تور کړي دي.


سلام وطندار؛ د کندهار ښار د میرویس نیکه مېنې د دوو تنو دوکاندارنو په حواله لیکي، چې پولیسو پخپل سر پر هر دوکان ټاکلې پیسې ايښې او باید هره ورځ د دوی باج ورکړل شي.
د محمد قسیم او فضل الباري په نومونو دې دوکاندارانو ویلي، چې دا په ټول ښار کې تر لمر روښانه موضوع ده، خو هیڅوک له وېرې د شکایت جرئت نه شي کولی.
هغوی وايي څوک چې هم د پولیسو اړوند شکایت ته خوله جوړه کړي، وهل کېږي، ځورول کېږي او ان په مرګ ګواښل کېږي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی بیا وايي چې دوی ته تر اوسه د پولیسو د دې باج اخیستنې اړوند هیچا شکایت نه دی کړی.
نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې هم، د کندهار ـ روزګان پر لویه لاره موټر چلوونکو او مسافرو د اعتراض په ډول دغه لاره څو ورځې پرلپسې بنده کړه.
دوی شکایت کاوه، چې د دې لارې په اوږدو کې د کندهار ولایت اړوند امنیتي پوستو پولیس يې ځوروي، پیسې ترې وړي او په بېلابېلو پلمو يې د پوستو جوړولو لپاره بېګار کوي.
کندهار کې له څو کلونو راهیسې امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دی، چې د بشري حقونو د نړیوال کمیسیون د بشري سرغړوونکو په لیست کې هم ځای لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي