برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دخوست امنیه قومندان ووژل شو

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د خوست ولایت امنیه قومندان سید احمد بابازی د ماین ښکار او له دریو پولیسو سره یو ځای وژل شوی
د خوست والي محمد حلیم فدايي له پژواک خبري اژانس سره د خبرو په مهال منلې، چې امنیه قومندان له دریو نورو پولیسو سره یو ځای د طالبانو په برید کې وژل شوی
د خوست والي حلیم فدایی تایید کړل چې د ولایت امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی له دریو.پولیسو سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي.
بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» هم پېښه مني او وايي، سید احمد بابازی د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند «ځنیخیلو» نومي سیمې ته د عملیاتو لپاره تللی و، چې د سړک د غاړې ماین ته برابر شو
په نهایت خواشینۍ سره باید ووایو بېګا شپه یوولس بجې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی د دښمن د سرک غاړې ماین له امله په داسې حال کې شهید شو چې د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينیخېلو سیمې ته د دښمن خلاف عملیاتو ته روان.
ویل کېږي، پېښه د شپې یوولس بجې رامنځته شوې او له امنیه قومندان سره یو ځای د نوموړي سکرتر هم وژل شوی .تر دې دمه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي