برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خوست کې د نجونو د لاسي صنایعو نندارتون

آریانانیوز: په خوست کې د نجونو په لاس د جوړ شوو روبوټونو، ډرون الوتکې او د ځينو نورو صنايعو نندارتون وتړل شو.


نجونې وايي چې له ډېرو عادي توکو يې په کې ګټه اخيستې ده، دوی زياتوي که امکانات ورته برابر شي، ډېر نور شيان هم جوړولی شي.
په دغه نندارتون کې د نجونو په لاسونو جوړ څه کم څلور سوه موډلونه نندارې ته اېښودل شوي وو.
دغه نندارتون چې د (تلې ۲مه) پرانيستل شوی و او درې ورځې دوام وکړ، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د پنځو ښوونځيو زده کوونکو په کې برخه اخيستې وه.
په نندارتون کې په په لاس جوړ لاسي صنايعو کې له خورا ډېر مهارته کار اخيستل شوی.
زده کوونکې وايي چې له ډېرو عادي شيانو يې د دې موډلونو په جوړولو کې ګټه اخيستې ده.
لېمه د مټان خان ښوونخي زده کوونکې ده؛ هغې په خپل لاس جوړ شوی موټر په دغه نندارتون کې نندارې اېښی و.وويل: ((په موټر کې مې لرګی، ښيښه، جالۍ او ځيني نور شيان استعمال کړي دي. زه غواړم په راتلونکي کې داسې موټر جوړ کړم چې په خپله کار وکړي.))
د نندارتون په بله څنډه کې بيا يو شمېر نجونو د فزيک او کيميا ځينې تجربې د نندارتون ليدونکو ته وښودې.
دغه راز يو شمېر روبوټونه او ډرون الوتکه هم نندارې ته وړاندې شول.
د ډرون الوتکې جوړوونکې تمنا پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل، غواړي دغې الوتکې ته نور انکشاف هم ورکړي.
نوموړې وايي: ((ښځې کولای شي په هره برخه کې کار وکړي، مثلاً ډرون الوتکې جوړې کړي، ډاکټره شي، پيلوټه شي، انجينره شي. دلته ډېر خلک دا فکر کوي چې نجونې بايد يواځې طب ووايي او معلمي وکړي، خو داسې نه ده. افغانستان کې په هره برخه کې نجونو اړتيا ده.))
خوست کې د ساينس مرکز مشر رزمک شاه مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه نندارتون له جوړولو يې هدف دا دی چې د افغان نجونو وړتيا او زړورتيا نړيوالو ته وښيي.
نوموړي وويل. هيله مند دي چې نړيواله ټولنه د افغان نجونو د زده کړو له بهيره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زياتوي: ((که چېرې د ښوونې په ډګر کې هغه څه چې لازم دي، په هماغه ډول کار وشي، افغانان دا وړتيا لري چې د ساينس په ډګر کې عملي تجربې وکړي او موډلونه جوړ کړي او نړۍ ته خپله وړتيا وښيي.))
د مريې په نوم د سيمې ځايي اوسېدونکې او ښوونکې وويل. د نجونو په لاسونو دا جوړ شوي موډولونه څرګندوي چې د افغان ښځو راتلونکی تر ډېره روښانه دی.
نوموړې همداراز له بې سوادۍ سره د مبارزې غوښتنه کوي.
مريه وايي: ((که هره نجلي، هره ښځه تعليم وکړي، نو راتلونکی يې روښانه دی؛ ځکه چې دوی خپل حقوق پېژني، د مور، پلار، ورور او خاوند حقوق پېژني. بيا به يې ژوند ښه روان وي او له کومې ستونزې سره به نه مخ کېږي)).
تر دې مخکې هم د نجونو په لاس د جوړو شوو صنايعو نندارتونونه جوړ شوي، خو په دې وروستيو کلونو کې دا له هغو نورو غني او له تېکنالوجۍ سره په کې علاقمندي زياته ښودل شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي