برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني په کابل کې د وري د لومړۍ نېټې تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په ایمرجنسي روغتون کې په کابل ښار کې د وري د لومړۍ نېټې تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه.


د ټپیانو د پوښتنې پر مهال جمهوررئیس ته معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیايي وضعیت او د هغو د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات او ډاډ ورکړ چې ټپیانو ته پر وخت رسیدګي کېږي.

جمهوررئیس غني ټپیانو ته د لوی خدای (ج) په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله وکړه وې ویل، د ټپیانو او شهیدانو کورنیو ته به د مرستې څرنګوالی وارزول شي.

هغه معالج ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل: تاسې هر ساعت، ورځ او شپه د خلکو درملنه کوئ، ستاسې هڅې د قدر وړ دي او له دې امله له تاسې مننه کوم.#

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي