برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د مخکې جوړو ودانېزو توکو فابریکه پرانیسته

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د تیارو جوړو ودانېزو توکو فابریکه په رسمي ډول د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارله.


په هغو مراسمو کې چې په دې موخه د کور جوړولو تصدۍ ریاست په سیمه کې جوړ شوي وو، په پیل کې د هېواد جمهوررئیس د یادې فابریکې د تولیداتو بېلابېلې برخې او دمخکې جوړو توکو فابریکې ودانۍ وکتله.

د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د کور او ښار جوړولو او مالیې وزارتونو، په زیربنایي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست سترو سلاکارانو او کور جوړولو تصدۍ له نورو برخو څخه چې د مخکې جوړو ودانیزو توکو فابریکې د جوړولو په چارو کې یې نه ستړې کېدونکي هڅې کړې وې، قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني وویل، نن د افغان کوچنیانولپاره ځانګړې ورځ ده، ځکه نور به زموږ کوچنیان له سوځونکي لمر او خېمې لاندې درس نه وايي او له کوچنیانو سره زما ژمنه داده چې هغوی ته د درس ویلو ډاډمنه فضا برابره کړم.

هغه زیاته کړه، خلک د دې فابریکې د جوړولو د مفکورې پر ایجاد باوري نه وو، خو لکه څنګه چې د کرکټ ملي ټیم په خپلو هڅو وکولای شول نن د نړۍ د لسو غوره ډلو په لیست کې شامل شي، دا مفکوره هم په عمل کې پلې شوه.

جمهوررئیس زیاته کړه، هغه ژمنه مې چې درې کاله وړاندې له ملي شورا سره کړې وه، نن عملي شوه، زما ژمنه له خلکو سره د کاغذ پر مخ د خلکو د تېراېستلو لپاره نه، بلکې واقعي او عملي ده.

جمهوررئیس وویل، خلکو د ودانیو جوړولو له شېوې څخه شکایت درلود، خو اوس به ودانۍ په شفافیت، کیفیت او ټیټې بیې جوړېږي. هغه خوښي وښوده چې د دې فابریکه ۸۰ سلنه کارکوونکي افغانان دي او د افغانانو لخوا مدیریت کېږي چې په کې له مډرنې او پرمختللې ټکنالوژۍ څخه استفاده شوې ده.

هغه څرګنده کړه، په تېر کې د پوهنې وزارت نه وو توانېدلی سلګونه ښوونځي چې مخکې له مخکې یې پیسې ورکول شوې وې، جوړ کړي، د دې وزارت په اړه د بې باورۍ فضا ایجاد شوې وه، خو اوس زموږ په کار کې چټکتیا د باور او اطمنان لامل ګرځي.

جمهوررئیس غني وویل، زموږ تمرکز د تاریخي ودانیو په بیارغاونې، دتوانایي وړ کورونو پر جوړولو او د دولتي ودانیو په بیارغاونه دی، هغه زیاته کړه زه، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او استاد دانش خپلې ژمنې عملي کوو.

د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس زیاته کړه د مهاجرینو، د شهیدانو د کورنیو، داخلي بې ځایه شویو او ښوونکو لپاره د استطاعت وړ کورونه جوړېږي او په عین حال کې نورو هېوادوالو ته د اشتغال او کارکولو زمینه برابرېږي او د ځمکې بانک رامنځته شوی دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، موږ غواړو په سنتې او عصري بڼه د ودانیو په جوړولو او د تاریخي ځایونو د بیارغاونې په برخه کې د راتلونکو ۵۰۰ کلونو لپاره ښه ميراث له ځانه پرېږدو.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: د مخکې جوړو ودانېزو توکو فابریکې ظرفیت به څو برابره زیات شي او افغانستان به د سیمې د صادراتو په مرکز بدل شي. هغه په دې برخه کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او له دې سکتوره یې وغوښتل چې د دې صنعت په پیاوړتیا کې دې له دولت سره همکاري وکړي، ترڅو په سیمه کې ستر کمپلکس رامنځته شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، په تېر کې یو شمېر خلکو غوښتل د فابریکې دا اوسنۍ ساحه غصب او د خپلو ګټو لپاره ترې کار واخلي، خو نن د دې فابریکې په پرانیستو سره ټول خلک ترې برخمن کېږي.

په دې مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د ښاري سکتور پیاوړتیا په برخه کې د جمهوررئیس د ملاتړ او پاملرنې قدرداني وکړه وې ویل، نن د مخکې جوړو شویو ودانېزو توکو فابریکه د هېواد د جمهوررئیس د لیدلوري پربنسټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

منصور نادري زیاته کړه، د ۱۳۹۵ کال په منځ کې د دې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې چې د افغانستان دولت له بودجې څخه د ۱۱،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ویفا کمپنۍ په ټیټه بیه او لوړ کیفیت وتوانېده د څو کمپنیو له منځه بریالۍ او دغه چارې بشپړې کړي.

د ښار جوړلو وزیر وویل، یاده فابریکه په ورځني ډول د ۳۰۰۰ متره مکعبه ودانیزو توکو د جوړولو وړتیا لري چې د ښوونځیو، روغتونونو او عام المنفعه پروژو په جوړولو کې ترې ګټه اخېستل کېږي. هغه زیاته کړه: په هر مترمکعب۲۴۰ ډالره لګښت راځي او کولای شي چې د ۶ څخه تر ۸ اوونیو پورې یوه ودانۍ جوړه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي