برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تر ۷ میلیونو ډېر پر کار برابر خلک بې کاره دي

آریانانیوز: د اقتصاد وزارت مسؤلین وايي په هېواد کې د بې کارۍ بحران اوج ته رسېدلی او د پر کار برابرو خلکو نږدې نیمايي بې کاره دي.


د دې وزارت وزیر مصطفی مستورپه یوه خبري ناسته کې وویل، په هېواد کې ۱۵ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه پر کار برابر خلک لرو، چې تر اوه میلیونه ډېر يې بې کاره دي.
هغه وايي د هېواد نفوس په کال کې په اټکلي ډول ۶۰۰ زره تنه ډېرېږي، چې دولت يې په اقتصادي، روغتيايي او پوهنیزه برخه کې پر وړاندې پړ ښکاري.
محمد اشرف غني چې په ماليې وزارت کې د ښه کار له امله هغه هم په ټاکنیزو منډو ترړو کې د اقتصادي برخې د بډاينې سینه ډبولې وه د نورو کړیو ژمنو په څېر دلته هم پاتې ښکاري.
د ټاکنو پر وخت محمد اشرف غني ژمنه کړې وه، چې د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راولي، خو د ګډ حکومت موده يې د جان کېري له لوري د ور اضافه شوې مودې تر څنګ یوازې یو کال پاتې ده، خو لا هم نه دی توانېدلی چې اقتصادي برخه کې د پام وړ ګام واخلي.
وړاندې تر دې هم ځينو راپورونو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی او ويې ویل، چې د هېواد نږدې شپېته سلنه وګړي د فقر تر کچې هم ښکته ژوند کوي.
د شنونکو په باور حکومت کې فساد، د کاري فرصتونو نه برابري او نا امني هغه څه دي چې د افغانستان ځوانه بشري قوه د اروپا لارو کې د زندانونو تر دېوالونو او د اوبو تر تله ته ورسېدل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي