برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان خپله دویمه سیالۍ کې نېپال ته هم ماتې ورکړه

آریانانیوز: د نولس کلنو ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې نن د افغانستان او نیپال لوبډلې مخامخ شوې چې د افغانستان نولس کلنو ځوانانو د نیپال نولس کلنو ځوانانو ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.


د نولس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو سیالۍ په بنګلدیش کې د ستمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پېل شوي، او په کې ۸ لوبډلې شاملې دي. افغانستان په خپله لومړۍ سیالۍ کې د عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
په ننۍ سیالۍ کې د نیپال له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه، د افغانستان لخوا یو وار بیا توپ اچونکي ښه وځلېدل او د عظمت الله په مرسته یې د نیپال لوبډله تر کمو منډو محدوده کړله.
د افغان توپ اچوونکو له جملې څخه عظمت الله څلور، عبدالرحمن او قیس احمد دوه-دوه ویکټې واخیستې، عظمت الله او قیس احمد په تېره لوبه کې هم ښه ځلیدلي وو.
په ځواب کې د افغانستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۸م اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړه، ددوی لخوا لوبډلمشر رحمان الله ګربز ۲۶، عظمت الله او عارف خان ۲۳-۲۳ منډې جوړې کړې.
عظمت الله عمرزي یو وار بیا په الراونډر کارکردګۍ ښودلو سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه وګټله، نوموړي د عربي اماراتو پر وړاندې هم نیمه سلیزه وهلې او ۲ ویکټې ترلاسه کړې وې.
افغانستان لوبډله به خپله درېیمه سیالۍ د هند نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې د اکتوبر میاشتې په دویمه د سه شنبې په ورځ ترسره کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي