برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان ته سعودی پوځیان به ولیږل شی

آریانانیوز: دقطراوامارات څخه وروسته اوس به عربستان غواړی چی خپل پوځیان دطالبانو سره دمبارزی لپاره افغانستان ته ولیږی.


دکابل چاپ سپوږمی پښتوژبی ورځپانه ولیکل سعودی عربستان هم له قطرسره
په رفابت کی افغانستان ته ځواکونه استوی ترڅوچی دافغان امنیتی ځواکونو څخه په عملیاتوملاتړوشی . دقطری اواماراتی پوځی ځواکونوسره ؛ سره اوس دسعودی عربستان ځواکونه هم افغانستان ته راځی .
چی دغه موضوع دولسی جرګی دعړیو اندیښی راپارولی دی .
دولسی جرګی غړیو په افغانستان کی دعربی هیوادونود قواو دشتون په اړه خبرداری ورکړی اوویلی و. چی په هیوادکی دعربی سیمی دهیوادونورقابت به خطرناکه پایلی ولری .
افغانستان کی دآمریکا اوناټودقواوماتی نه وروسته پرطالبانوباندی ددباو راوستلولپاره آمریکا عربی هیوادنوته مخه کړه .
داسی ښکاری چی دعربستان سیاست دافغانستان په اړه بدل شوی دی . اوغواړی چی دطالبانو دکمزورتیا لپاره ځینی فعالیتونه ترسره کړی .
دافغانستان حکومت په تیره یوه کال کی هڅه کړی ده .چی دعربستان په ملګرتیا کی داسلامی نړۍ دعلماء ناسته په ریاض کی ترسره کړی . ترڅوچی د‎آمریکااوافغانستان دځواکونوسره دطالبانو مبارزه دچنلج سره مخامخ کړی .
په افغانستان کی دماتی جبیره کول دعربی هیوادونودپوځیانوپه وسیله
په تیرو څومیاشتوکی سعودی عربستان دآمریکایی اوافغان چارواکوسره دکتنوله لاری هڅه کړی ده چی دافغانستان په معادلاتوکی دسولی دپروسی په بهیرکی دلاس وهنی له لاری خپل ځایګه تثبیته کړی .له بلی خوا لویدیځ هیوادونونه هم غواړی چی دخپل دماتی دجبران لپاره عربی هیوادونه اوپه ځانګړی توګه دسعودی عربستان پیښه دخیل کړی.
سعودی عربستان ډیرعلاقمن دی چی دایران داسلامی جمهوریت له پلوسره نږدی اوله داعش دترهګری ډلګی دملاتړپه ترځ کی په افغانستان کی پوځی
شتون ولری .اوپه دی برخه کی دقطرسره رقابت وکړی .
داسی معلومیږی چی په افغانستان کی دسولی په پروسی کی د سعودی عربستان پوځی شتون اصلی هدف دطالبانودکمزورتیااود داعش دترهګری ډلګی پياوړتیاده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي