برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانان دتپل شوې جګړې دوام په هیڅ صورت کې نه غواړي

اتمر وایي، په هیواد کې د جنګ د اور لمبې د بهرنيو هېوادونو او د دوی د مغرضو استخباراتي کړيو د شومو موخو لپاره بلې ساتل شوې.



نوموړي دغه څرګندونې د نیکمرغه کوچني اختر پر مهال د اوربند او د طالب وسله والو او ملي ځواکونو سره یو بل سره داختر مبارکۍ په اړه پخپل پیغام کې کړې دي.

وروسته له هغه چې داختر په ورځو کې د حکومت او وسله والو طالبانو لخوا اعلان شوی اوربند عملي شول او په بیلا بیلو سیمو کې طالبان او ملي ځواکونه سره یو ځل داختر خوښۍ ولمانځلې اوعکسونه یې واخیستل.
هغه ویلي، داختر ټول انځورونه خو دا ځانګړی انځور ډيرې خبرې لري د دې دوو ځوانانو موسکا، د وطن پر نېکمرغه راتلونکې، د دوو فکرونو او دوو جهتونو مشترکه باورمندي ښیي.
حنیف زیاته کړې، دا دوه ځوانان، د فکرونو په دوو متفاوتو قطبونو کې اوسيږي، خو د څېرو شباهت یې وايي، چې دوی یوه وینه، یوه خټه او یوه نسلي رېښه لري او د وطن لپاره واحده او ښېرازه راتلونکې غواړي.
اتمر وایي : (( زموږ پر پاکه خاوره د جنګ د اور لمبې د بهرنيو هېوادونو او د دوی د مغرضو استخباراتي کړيو د شومو موخو لپاره بلې ساتل شوې، کنه افغانان د دې تپل شوې جنګ دوام په هيڅ صورت نه غواړي. ))
د هغه په وینا، د دې دوو ځوانانو، همځولی نسل، د وطن له نخبه سیاسي قشر، د سولې او اوربند د غځولو او په دې اړه د خپلو کړیو ژمنو د پلي کولو غوښتنه کوي.
همداراز اتمر زیاته کړې، د دې دوو ځوانانو همځولی نسل، باور لري، چې که زما په شمول، د هېواد سیاسي قشر او د افغان سولې او اوربند ښکېل اړخونه، د سولې او اوربند لپاره خپل تعهدات پلي نه کړي، د یوه مظبوط وطن د ویجاړۍ او یوه بشپړ نسل د تباهۍ له تاریخي مسوولیت به ځانونه ونه ژغوري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي