برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسیا جام ته چمتو والی

آریانانیوز: د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ تېره ورځ د افغانستان په بریا پای ته ورسېدې.


دغه سیالۍ چې د ایرلینډ په کوربه توب په دغه هېواد کې ترسره شوې، افغانستان په شل اوریزو سیالیو کې په دوه صفر چې درېیمه لوبه د وورښت له کبله ونه لوبول شوه، او یو ورځنۍ سیالۍ په دوه یو وګټلې.
خو افغانستان لوبډلې په یادو سیالیو کې څه ترلاسه کړل او کوم عیبونه یې درلودل؟
د شل اوریزو سیالۍ:
د توپوهنې په برخه کې یوازې حضرت الله ځاځي چې په لوبډله کې نوی لوبغاړی و چې ښه ځلېد، نوموړي په ۷۸ اوسط (۱۵۶) منډې جوړې کړې، او ترڅنګ یې دویم زیاتې منډې جوړوونکی اصغر افغان (۶۸) منډې جوړې کړې.
دا په دوه شل اوریزو سیالیو کې د افغان توپوهونکو ډیرې منډې دي، چې له ځاځي او اصغر پرته هیڅ کوم لوبغاړی په زیاتو منډو نه دی بریالی شوی، د لوړ هدف ټاکل یوازې د حضرت ځاځی په ملتیا وشو چې په پای کې د بریا لامل شو.
ویلی شو چې د محمد شهزاد سربېره نجیب ځدراڼ، محمد نبي، سمیع الله شینواري، شفیق الله شفق او عثمان غني په یادو سیالیو کې ناکام شول، چې دا د افغانستان لوبډلې ستر عیب دی.
که د توپ اچونې برخې ته وکتل شي، نو د شل اوریزو جام او د یو ورځنۍ سیالیو جام ګټل ددوی پر مټ ترسره شول، په دواړو سیالیو کې توپ اچونکو د افتاب عالم په ګډون د پام وړ کارکردګي وکړه، او دا یې ثابته کړه چې افغانستان یو قوي توپ اچونکي لیکه لري، خو په توپوهنه کې ناکام دي.
راشد خان او مجیب الرحمن د شل اوریزو سیالیو اتلان شول، چې راشد ۷ او مجیب ۵ لوبغاړي وسوځول، ترڅنګ یې د افتاب عالم توپ اچونې هم افغانستان ته نوې هیلې ورکړې.
پنځوس اوریزې سیالۍ:
په پنځوس اوریزو سیالیو کې د افغانستان لخوا زیاتې منډې رحمت شاه په ۳۱ اوسط (۹۴) او حشمت الله شهیدي په ۴۵ اوسط (۹۰) منډې جوړې کړې، په پنځوس اوریزو سیالیو کې له توپوهونکو څخه د ډیرو منډو تمه کیږي، خو شهزاد، اصغر، نبي او ځوان حضرت ځاځی ناکام شول، همدا لامل و چې افغانستان ایرلینډ ته په ستر هدف ټاکلو کې کم راغی.
خو که د توپ اچونې لیکه وګورو، راشد خان په ۸ ویکټو سره د سیریز غوره لوبغاړی هم شو، د توپ اچونې په برخه کې د افتاب عالم او مجیب کارکردګي په زړه پورې وه، وروسته ګلبدین نائب او محمد نبي هم وځلیدل، خو یوه تشه ولیدل شوه چې باید افغانستان د افتاب عالم سره یو بل چټک توپ اچونکی ولري.
د اسیا جام لپاره د چمتو والي په پار باید افغانستان لوبډله په یو ورځنیو سیالیو کې د اوپنرانو ستونزه هواره کړي، حضرت ځاځی باید شل اوریزو پورې ځانګړی شي، او افغان لوبډله د بل اوپنر لټه وکړي، د بیلګې په ډول که له محمد شهزاد سره احسان جنت لوبیږي بد انتخاب نه دی، (احسان جنت یوازینی لوبغاړی دی چې په لوبډله کې ښي طرف (offside) او باونسر (Bouncer) ښه لوبولی شي)، خو که د ملګرتیا اوږدولو تکنیک زده کړي.
د اسیا جام پنځوس اوریزې سیالۍ د روانې ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه په عربي اماراتو کې پېل کیږي، تر دې دمه افغانستان لوبډلې د لوبغاړو نوملړ نه دی په ډاګه کړی، خو اټکل کیږي چې د انتخاب پر وخت به غوراوي کمټې ته د اوپنرانو ستونزه ترمخ وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي