برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ اسد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د۱۶ خصوصي روغتيايې مرکزونه تړل

آریانانیوز: د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست د روغتيايې قوانينو د تطبيق او فارمسۍ څانګي مسئولينو د مرکز غزني اړوند له ښار څخه بهر د پښتون آباد او توحيد آباد په سيمو کې له خصوصي روغتيايې مرکزونو څخه څارنه وکړه.



ياد ټيم په دغو سيمو کې ۱۳ بابه درملتونونه، ۲ معاينه خاني او يو سراپا کلينيک چې د فعاليت قانوني اسناد يې نلرل او يايې بشپړ کړي نه وو، مهرلاک او وتړل.
د عامي روغتيا رياست اړوند څانګي په جديت سره کار کوي څو د دي ولايت په مرکز او ولسواليو کې د غير قانوني روغتيايې مرکزونو د فعاليت، د بي کيفيته او تاريخ تير درملو د پلور مخنيوى وکړي

شریک یي کړئ!
ټکي

ډېر لوستل شوي