آریانانیوز: د ټي ټین لیګ یا لس اوریزو لیګ به سبا چهارشنبه د اتو لوبډلو په ګډون په عربي اماراتو کې پیل شي.
په دغه لیګ کې د پښتون لوبډلې په شمول کراچینز، راجپوتز، کیرالا کینګز، مراټا عربینز، نارتن وریئرز، بنګال ټائیګرز او پنجابي لیجنډز لوبډلې ګډون کوي.
په ټي ټین لیګ کې د نورو بهرنیو لوبغاړو سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لس لوبغاړي له بېلابېلو لوبډلو سره لوبیږي.
راشدخان د مراټا عربینز، محمد شهزاد د راجپوتز او مجیب ځدراڼ د بنګال ټایګرز سره په لوړ قیمت لوبیږي.
همداراز ظاهر خان د پنجابي لیجنډز، سمیع الله شینواری د کراچینز، نجیب الله ځدراڼ د مراټا عربینز، ګلبدین نائب، شرف الدین اشرف او شاپور ځدراڼ د پښتون، قیس احمد د راجپوتز، او محمد نبي د بنګال ټایګرز لوبډلو له لوري لوبیږي. سربېره پر دې سید احمد شیرزاد او کریم جنت به هم په یاد لیګ کې ولوبیږي.
د ټین ټین لومړنۍ لوبه به د کراچینز (سیندیز) او راجپوت تر منځ ترسره شي چې د افغانستان پر وخت ۷ بجې به پیل شي او د شمشاد تلویزون له لوري به په ژوندۍ بڼه وښودل شي.
د ټي ټین لیګ هره پاڼۍ لس اورونه دي او د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا رسما منل شوی هم دی، چې د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې به ترسره شي.