برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 30 سپتامبر , 2019 لنډ لینک :

د ټاکنو خپلواک کمېسیون

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایو ۲۵۹۷ مرکزنو څخه د رايه ورکوونکو اټکلیز شمېر ۱۵۱۹۹۸ کسانو ګډون ښودل شوی دی، د ټاکنو کمېسیون وویل چې دا شمېر اټکلیز دی، او د ټلفون له لارې د مرکزونو له مسؤلینو څخه اخیستل شوی دی
کمېسیون همدا راز وویل چې د نن ورځې یکشنبې د ( تلې ۷ مه) تر پایه به د ټولو مرکزونو د رایې ورکوونکو شمېر مالوم او له خکلو سره شریک کړي
تیره ورځ شنبه د ( تلې شپږمه) افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، چې د خلکو ګدون پکې پیکه وښودل شو، کارپوهان د خلکو د کم شمېر ګډون په هکله وايي چې، تیرو پارلماني ټاکنو د خلکو باور پر کمېسیون کم کړی وو، ځګه هغه ټاکنې له درغلیو ډکې وې، بلې خوا د ټاکنو خپواک کمېسیون د تیرې ورځې تاکنې په اتلس کلونو کې بې سارې او رڼې یادوي. امنیتي ګواښونه هم د خلکو په نه ګډون تاثیر درلود، ځکه خلکو د رايې ورکولو پر وخت له امنیتي پېښو ډار درلود، که څه هم له ټاکنو مخکې امنیتی ادارو خلکو ته د امنیت د ټینګښت ډاد ورکړی وو.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي