برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جمهوررئیس غني په حضور کې له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې قراردادلاسلیک شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د بیات پاور برېښنا وېش خدمتونو کمپنۍ د ګازي برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو.


په دغو مرامسو کې چې نن ماښام د جمهوري ریاست په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شول، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس امان الله غالب او د بیات پاور شرکت رئیس احسان الله بیات، یاد قرارداد لاسلیک کړ.

د ویلو ده چې یاده پروژه د جوزجان ولایت په یتیم‎طاق ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیون ډالرو په پانګونې جوړیږي او د ۴۰ میګا واټه برېښنا تولید ظرفیت ولري. دغه راز به یاده پروژه سلګونو تنو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي او په منځني ډول به ۳۰ زره کورنۍ او ۱۰۰ منځنۍ او کوچنۍ تولیدي فابریکې ورڅخه برخمنې شي.

شریک یي کړئ!