برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social, sport
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۷ دی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
د بشري حقونو څارونکو سازمان د افغانستان د ملي کرکټ ټیم د بندیز غوښتنه کړې ده، او دې موضوع ته د طالبانو د سیاستونو سره تړاو ورکړی چې ښځو ته د ورزش او زده کړو د لاسرسي نه محروموي.
د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د دې غوښتنې په ځواب کې ټینګار کړی دی چې افغان لوبغاړي باید د هغو سیاستونو له امله مجازات نه شي چې دوی پرې مسؤل نه دي.
بشري حقونو څارونکي سازمان وايي چې تر هغې چې ښځې د زده کړو او ورزش په برخه کې له خپلو حقوقو محرومې وي، د افغانستان ملي کرکټ ټیم باید بندیز ولري.
مینکي ورډن، د دې سازمان یوه مسؤله، په یوه بیان کې ویلي چې طالبان د ښځو له حقوقو لکه کار او تعلیم څخه د محرومولو لپاره څو فرمانونه او مقررات صادر کړي دي او د افغانستان کرکټ بورډ د طالبانو په کنټرول کې دی.
په بیان کې دې ته هم اشاره شوې چې د بین المللي جزایي محکمې اساسي قانون د جنسیت او نژاد پر بنسټ په ورزش کې تبعیض او محرومیت ردوي.
په اوس وخت کې، افغان نجونې او ښځې د کرکټ او نورو ورزشونو ګډون ته اجازه نه لري.
د نړیوال کرکټ شورا په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي کرکټ ټیم د بندیز په غوښتنې ځواب ورکړی دی چې افغان لوبغاړي باید د هغو اقداماتو له امله مجازات نه شي چې دوی پرې مسؤل نه دي، او د افغانستان کرکټ بورډ د طالبانو د سیاستونو مسؤل نه ګڼل کیږي.