برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان

آریانانیوز: د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي د سلواغې په ١٨مه په يوه خبري ناسته کې هیله څرګنده کړه، څو دغه سیالۍ له یوه اړخه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په برخه کې اغېزناکې تمامې شي او له بل لوري دغه لوبلړۍ د افغانستان په ګټه ثبت شي.


هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې له دې وړاندې د هندوستان په چنای او اوسمهال د یاد هېواد په بنګلور ښار کې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پيل کړی چې دغه کمپ به د ملي لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې غوره رول ولوبوي.
هغه د ایرلنډ پر وړاندې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره د اصغر افغان کپتان، عثمان غني، حضرت الله ځاځي، نجیب تره کي، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق ویکټ ساتونکی، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، فرید ملک، سید شېرزاد، ضیاء شریفي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او شرف الدین اشرف نومونه واخیستل.
دغه راز نوموړي د یو ورځنیو لوبو لپاره هم د ملي لوبغاړو هر یوه اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه، محمد شهزاد، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځي، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، سمیع الله شینوراي، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، ګلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، فرید ملک، سید شېرزاد، مجیب ځدراڼ او ظاهرخان نومونه په ډاګه کړل.
نوموړي سربېره پر دې د ټيسټ لوبې لپاره هم لوبډله اعلان کړه او په دې کې یې د اصغرافغان لوبډلمشر، شهزاد محمدي، احسان جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه زرمتي، ناصر جمال، حشمت شاهدي، اکرام علي خېل، محمد نبي عیسی خېل، راشد ارمان، وفادار، یمین احمدزي، شرف الدین اشرف او وقار سلام خېل نومونه واخیستل.
د یادولو ده، د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان اسلامي بانک سیالیو لوبلړۍ د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه پیل او د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي