برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان دکرکټ ملی لوبډلې دکرکټ په نړیوالو لوبو کې

آریانانیوز: دډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د ۲۰۹۱کال د کرکټ د نړیوالو لوبو په دوام کې د افغانستان دکرکټ ملی لوبډلې پرون په دغو نړیوالو لوبو کې پخپلې وروستۍ لوبې کې د ویسټ اینډیز کرکټ له ملی لوبډلې په درویشتو منډو سره ماته وخوړله او له دغو نړیوالو لوبو بهر شوه .
راپور ښئ په نړیوالو لوبو کې دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلې یوه لوبه هم نه ده ګټلې او په تشو لاسونو به بیرته افغانستان ته ستنه شی.
ویسټ انډیز د لوبې په پیل کې پچه وګټله او پخپله ئې منډو وهل پیل کړل اوپه ټاکل شووو پنځوسو اوورونو کې ئې د شپږو وکټو په تاوان سره درې سوه یولس منډې ووهلې چې دهغو په ځواب کې دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلې یوازې دوه سوه اته اتیا منډې ووهلې او له ستړیکیدو وروسته په آ رام سره له لوبغالی ووتله او په تشو لاسونو به بیرته افغانستان ته ستنه شی .
داپه داسې حال کې دی چې د پآکستان د کرکټ ملی لوبډله هم نن د دغو لوبو په دوام کې له بنګله دیش ملی لوبډلې سره لوبه کوی او که دپاکستان ټیم له بنګله دیشه په درې سوه شپاړس منډو سره لوبه وګټی نو ممکنه ده سیمې فائینل ته لاره ومومی او که نه نو دوی به هم په همدې حد کې نور له لوبو بهر شی او بیرته به خپل هیواد ته وګرځی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي