برخه -څانګه : sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د کرکټ د نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

آریانانیوز: د کرکټ نړیوالې شورا د 20 اوریزو لوبو د غوره لوبغاړو نوې درجه بندي خپره کړه، چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي لومړی مقام خپل کړی دی.


د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې د بنګله دیش شکیب الحسن په دوهم او د انګلستان معین علي په شل اوریزو لوبو کې دریم ځای خپل کړی دی.

محمد نبي د راشد ارمان ترڅنګ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو له ستنو څخه دی. نوموړی ۳۴ کلن دی او د نړۍ په ۹ نامتو کرکټ لیګونو کې لوبېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې د غوره لوبغاړو درجه بندي تل د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا په ملي او کلب لوبو کې د هر لوبغاړي د ټیمي لاسته راوړنو او انفرادي فعالیت په نظر کې نیولو سره اعلانیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array