برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دافغانستان دکرکټ ملی ټیم ته دې ټسټ دبریا مبارکی

آریانانیوز: ددنیا نیوز انټرنیټی سایټ د راپورپه اساس د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پخپل ټویټری چینل کې د آیرلینډ د کرکټ ملی ټیم په ضد په کرکټ ټسټ میچونو کې د افغانستان د کرکټ دملی ټیم تاریخی بریا په مناسبت د افغانستان دکرکټ ملی ټیم ته په مبارکۍ وئیلو سره وئیلی دی ، د کرکټ په نړیوال ډګر کې په ګام کیښودو سره په دومره لنډې مودې کې دافغانستان دکرکټ ملی ټیم پرمختګ د ستاینې وړ دی .
دپاکستان لومړی وزیر په خپل ټولنیز چینل کې د افغانستان دکرکټ ملی لوبډلې ته د مبارکۍ پیغام په انګریزۍ ،اردو اوپښتو ژبو کې لیکلی دی

شریک یي کړئ!