برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزارت او د لینکو انفراتیک هندي شرکت ترمنځ د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو.


په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړ شوي وو، یاد تړون د انرژۍ او اوبو وزارت د سرپرست محمدګل خُلمي او د لینکو انفراتیک هندي شرکت د استازي احمدفرزاد ترمنځ لاسلیلک شو.

د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی اود ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت جوړېږي چې د ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا پر تولید سربېره ۴۷۰۰۰هکتاره کرنیزه ځمکه هم اوبه کوي او د کندز ښار ۱۸ زره کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه واخلي.

شریک یي کړئ!