برخه -څانګه : afghanistan, economic, fun, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 5 فوریه , 2023 لنډ لینک :

افغانستان په اسیا کې د اړمنو هېوادونو د لېست په سر کې ځای لري

فقر

آریانانیوز: اوچا په یوه پیغام کې اعلان کړی چې افغانستان په اسیا او اقیانوسیه کې د بشردوستانه مرستو ته د اړتیا وړ هېوادونو د لېست په سر کې دی.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اعلامیې له مخې، افغانستان، میانمار او پاکستان په ترتیب سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په لومړیتوبونو کې دي.

د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر هم اعلان وکړ چې په آسیا او اقیانوسیه کې له اوه څلویښت ملیون څخه ډیر خلک د ملاتړ او ژغورنې لپاره لومړیتوب لري.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې ۷۰ سلنه خلک غذايی امنیت نه لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه