برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یولس میلیونه یمني ماشومان انساندوستانه مرستو ته اړتیا

المیادین ټیلویژنی چینل دراپور له مخی د دملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا ګواښ کړی ، په داسې حال کې چې د جنګ جګړو اوبمباریو له امله د یمن کابو یولس میلیون ماشومان دمرګ له جدی ګواښ سره مخامخ دی ، د دغه هیواد په الحدیده ښار او شاوخواسیمو کې ئې لږترلږه درې لکه ماشومان په داسې شرائطو کې ژوند کوی ، چې دسعودی په مشرۍ پوځی ائیتلاف دخپلو بمباریو او حملو موخه دغه ښار ګرځولی دی .
په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، که نړیواله ټولنه سملاسی د یمن د دغه بې وزله او بې څوکه ماشومانو د دژغورنې لپاره سملاسی ا قدام ونه کړی ،نو په یمن په تیره بیا په دغه ښار کې به ستره انسانی غمیزه رامینځة شی او بیا به درست انسانیّت ترې شرمیږی ویې ویل چې یولس میلیونه یمني ماشومان انساندوستانه مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي