برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یمنیانو د عربستان درې ډرون الوتکې نسکورې کړې

آریانانیوز: د یمن دفاع وزارت وویل د دغه هیواد د هوايي ځواک او ولسي کمیټو هوا ضد توپونو دغه درې الوتکې د جیزان په وداي جاره سیمه کې ویشتلې دي.



د یمن د پوځ او ولسي کمیټو ځواکونو همداراز  په جیزان کې د څارنې دوه برجونه  ایم بي سي ، او  الربعه ونیول.
دیمن ولسي کمیټو او پوځیانو همداراز پرون په یو لړ عملیاتو کې  د سعودي ایتلاف  درې آبرامز ټانکونه،  پينځه زغر ګاډي او څلور په دوشکو سنبال ګآدي  له مینځه یوړل.
د یمن د پوځ او ولسي کمیټو د ځواکونو طاقت د سعودي رژیم له خوا د دغه هیواد له هر اړخیزې محاصرې سره سره ورځ په ورځ زیاتیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي