برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یرغلګرامریکا د بشري حقونو په اړه د نظر حق نه لري

چین د امریکا له لوري د بشري حقونو د کلني راپور په غبرګون کې ويلي، هغه هېواد چې پر نورو هېوادونو بریدونه کوي، د بشري حقونو د نقض په اړه باید خوله پټه ونیسي. چيني چارواکو ویلي، امریکا د نورو هېوادونو په کورنیو مسائلو کې لاسوهنه کوي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ د امریکا له لوري د بشري حقونو کلني راپور ته په اشارې وویل، چې امریکا چين هم د بشري حقونو په ناقضینو کې یاد کړی او د ده په وینا دا ښکاره په کورنیو مسائلو کې مداخله ده.
لوکانګ وايي امریکا په عراق او لېبیا بریدونه کړي، په نورو هېوادونو کې مداخله کوي، چې دوی ته د منلو نه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه خپاره شوي راپور کې، روسیه، چین، ایران او سوریه د بشري حقونو لوی نقضوونکي بلل شوي.
امریکا په افغانستان کې د دوی د ځواکونو له لوري د بشري جنایتونو اړوند څه نه دي ویلي، خو خپل افغان ملګري يې له ماشومانو سره په بد چلند او ملکي تلفاتو ناقضین بللي دي.
د دې راپور پر بنسټ افغان امنیتي ځواکونو په جګړه ییزو لیکو کې له ماشومانو ګټه اخیستې، جنسي تېري يې پرې کړې او د جګړې پر وخت يې ملکي ځایونه په نښه کړي دي.

شریک یي کړئ!