برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

 ګارډین: امریکایان کورنۍ جګړې ته تیاری نیسي

آریانانیوز: ګارډین ورځپاڼې ویلي، امریکایان د وسلو په پېرلو او د ځمکې لاندې پټنځایونو په جوړولو سره د ټولنیز وېش احتمال ته تیاری نیسي.


د ګارډین کالم لیکونکي په یوه راپور کې لیکلي: څه موده وړاندې، که تاسو وایاست چې امریکا د کورنۍ جګړې په څنډه کې ده، خلکو به ویل چې دا لیونی دی. د YouGov د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، له 40 سلنې څخه ډیر امریکایان په دې باور دي چې په راتلونکې لسیزه کې د کورنۍ جګړې احتمال لږ تر لږه یو څه شتون لري.

لیکوال لیکلي، چې د دغه هېواد اتباع د تاوتریخوالي له خپرېدو نه وېرېږي، بلکې د دې لپاره چمتووالی نیسي.

هغه زیاته کړه چې یو شمیر بډایه خلک هم د “قیامت کورونه” رانیسي.

 

شریک یي کړئ!