برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کشمیرکې بشپړعمومی کاربندیز

آریانانیوز: دهندوستان دلوک سبا پارلیمانی انتخاباتو د دوهمې مرحلې له رائ اخستو پیلیدا سره په یووخت دهندی کشمیر خلکو د دغو انتخاباتو په ترسره کیدا په اعتراض کې عمومی کاربندیز کړی او وئیل کیږی ، چې په کشمیر سیمې کې درست اداری، تجارتی ، تعلیمی مرکزونه او بازارونه چټی شوی او په درستې سیمې کې له هغو هندی عسکرو پرته چې ګزمې کوی بل هیڅوک په سړکونو کې نه ښکاریږی .
دغه عام هړتال د هندی کشمیر د خلکو ژوند په ټپه درولی دی او هندی پوځ او امنیتی ځواک ئې لالهانده کړی دی .
د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر خلکو د هندوستان دلوک سبا دانتخاباتو د رای اخستو په لومړنۍ مرحلې کې هم چې داپریل په یولسمه نیټه ترسره شوی بشپړ عمومی کاربندیز کړی ؤ .
په عین حال کې دکشمیر حریّت کنفرانس ځینو مشرانو چې دهندی پارلمانی انتخاباتو د بایکاټولو په علت نیول شوی وو، دهندی بند ساتونکو دغیر انسانی اوبدو چلندونو باندې په اعتراض کې لوږتړ کړی دی .
د هندوستان دلوک سبا پارلیمانی انتخاباتو د دوهمې مرحلې رای اخستنې نن سهار د دغه هیواد په د ولسو صوبو کې د ۹۵ پارلیمانی څوکیو د ترلاسه کولو لپاره پیل شوی او ټآکل شوې چې تر ناوخته پورې دوام وکړی . هندوستان له کلونو راهسې په کشمیر سیمې کې په لسګونو ز ره پوځیان دیره کړی دی چې په تیرو د رو لسیزو کې ئې په لسګونو زره کشمیریان په وینو کې لمبولی دی .

شریک یي کړئ!