برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

ډونالډترمپ جان بولټن لیونی او نالایق کس دی

آریانانیوز: دیوررپوټ له مخی د امریکا ولسمشر ټرمپ چې اوس هم د پخواني ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د کتاب په خبریدا غصه دی د هغه سپکاوی وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په نوي پیغام کښې د خپل ځان په هکله د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د کتاب چې« ایشوا کونکی» نومیږي خپریدا ته غبرګون کښې ولیکل د لیوني بولټن ډیر ستړی کونکی کتاب له دروغو او له دروغجنو کیسو ډک دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ دې ته په اشارې سره چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن یو بیوقوف غم راوړونکی او بد اخلاقه سړی دی چې یوازې د جنګ غوښتونکی و ولیکل تر هغه ورځې پورې چې ما هغه له کاره لیرې کړ هغه زما په هکله ټولې ښې خبرې لیکلي دي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز په تیرې دوشنبې ورځ په سپینې ماڼۍ کښې په خبري کنفرانس کښې ویلي وو په داسې بڼه کښې چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن خپل کتاب خپور کړي نو د قانون خلاف ورزۍ به یې کړي وي .
د جان بولټن کتاب به چې د خپریدا په حال کښې دی د اوکراین ګیټ د جنجال او دغه راز له نورو هیوادونو سره د سپینې ماڼۍ د پردې شاته اقدامات ایشوا کړي .
د جان بولټن د کتاب د خپریدا د موضوع په ایشوا کیدا سره سپینې ماڼۍ په تیره بیا ولسمشر ټرمپ نیغ په نیغه د دغه کتاب د خپریدا د مخنیوي هڅه پیل کړي ده .
ټاکل شوي ده دغه کتاب د جون د میاشتې په درویشتمه نیټه خپور شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي