برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چین دامریکا اقدام وغند

آریانانیوز: دچین دفاع وزارت له روسیې سره د پوځی ملګرتیا په دلیل د دغه هیواد د شرکتونو دبایکاټ لپاره دامریکا فیصلې ته غبرګون وښود.


د چین دفاع وزارت پرون وویل له روسیې د توغندوی سیسټمونو او دجنګی الوتکو داخیستلو لپاره د پیکینګ فیصله د دوو(۲) خپلواکه هیوادونو ترمینځ ملګرتیا ه او امریکا په دې زمینې کښې د لاسوهنې حق نلری .
د چین دفاع وزارت وویل دامریکا کړچار په نړیوالو اړیکو کښې د اساسی معیارونو ښکاره خلاف ورزۍ کول دی او دغه اقدام د چین او د روسیې په اړیکو کښې ښکاره لاسوهنه ده .
دچین خارجه وزارت پرون خبرداری ورکړ که چیرې امریکا د پیکینګ پرضد بایکاټونه لغوه نکړی نو واشنګټن به له جدی پایلو سره مخ شی .
دامریکا حکومت په تیرې پنجشنبې ورځ له روسیې د جنګی الوتکو او د توغندوی سیسټم د اخیستلو په دلیل د چیند پوځ پرضد یو شمیر بایکاټونه او تنبیهی اقدامات اعمال کړل .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي