برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

څوک چې اوور بلوي هم په دغه اوور کښې سوزي.

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی محمد عبدالسلام په دې خبرې سره چې د سعودي ائتلاف تیري ګر به د تیري له بندولو او د یمن د محاصرې له ختمولو پرته ځان ونه ژغورل شي، زیاته کړه: څوک چې اوور بلوي هم هغه به په دغه اوور کښې سوزوي.



د انصار ا… ویاند هم داشان د عربستان په نجران کښې د ملکي وګړو د ویشتلو په هکله د نجران د هوايي ډګر خلاف د یمني ځواکونو د وروستیو عملیاتو په لړ کښې د (عربي ائتلاف) د رسمي ویاند ترکي المالکي ادعا دروغ وبلله.
د یمن بې پایلټه الوتکو نن سهار یوځل بیا د عربستان د نجران په هوايي ډګر کښې ولاړې هغه جنګي الوتکې چې د یمن په بیګناه خلکو باندې د حملې لپاره یې کاروي، په توغندیو وویشتلې.
د یمن ډرون الوتکو پرون سهار هم د عربستان په هم دغه هوايي ډګر کښې د وسلو یو ډیپو ویشتی و.
د عربستان په مشرۍ د عربي ائتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه دروغجنه ادعا کښې د دغه ائتلاف د وسلو په ګودام باندې د یمن د حملې په هکله مدعي شو چې ویشتل شوې سیمه غیرپوځي ده او د یمني ځواکونو عملیات د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي