برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یمن کې میّندې خپلو ماشومانو ته د وَنو دپاڼو په ورکولومجبوره شوی دی

آریانانیوز: ایسو شی ایټیټډ پریس آژانس د راپورپه اساس د یمن په شمال کې په حجه ولایت کې اسلم سیمې ته د د دوی دیوه خبریال وروستی سفر په وخت لیکلی دی، دیمن په شمال کې په لیرې پراتې یوې سیمې کې داسې ډیرې کورنۍ شته چې ماشومان ئې دخوړو لپاره د ځای انګورو دپاڼو له خوړلو پرته بل هیڅ شی نه لری.


ددغې رسنۍ دراپور په اساس، د حجه ولایت په اسلم سیمې کې دروغتیا اصلی مرکز له ناروغو ماشومانو او له ډیرو کمزورو شوو ماشومانو ډک دی ،یعنی په د اسې شرائطو کې دی ، چې د ناوړه خوړو تر ټولو بده مرحله شمیرل کیږی .
دغه لویدیځی خبری آژانس دیوه اوه میاشتنی نوزیږی په باب لیکلی ، چې د هغه ماشوم مور دسختې لوږې له امله خپل نوزیږی ته شیدې نشی ورکولی او د شیدو یا درملو داخستو لپاره هیڅ پیسې هم نه لری . په همدې خاطر د روان کال له لومړیو راهسې په دغه ولایت کې څه دپاسه شل ماشومانو او نوزیږو دلوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
سعودی عربستان دامریکا اسرائیلو اومتحده عربی اماراتو په بشپړ ملاتړ سره د۲۰۱۵کال له مارچ راهسې پر یمن په پوځی حملې سره دغه هیواد له هوائی ، مځکنی او سمندری لارو په بشپړ ډول کلابند کړی او دغه بې وځله او غریب عرب هیواد ته هیڅ ډول د درملو او خوراکی موادو وړل هیڅ امکان نه لری ، چې دملګروملتو د اړونده ادارو د راپورونو په اساس، د یمن له نهه ویشت میلیونی نفوسو څخه کابو نهه میلیون کسان د لوږې له سخت بحران سره لاس اوګریوان دی، چې دسترې انسانی غمیزې ښودنه کوی .

شریک یي کړئ!