برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یمن کی د عربستان د حملوپه اړه د پاکستان د75 فیصده خلکو مخالفت

آریانانیوز: دیو راپور له مخې خبرو سرچینو وویل چې د پاکستان دولت د عربستان په مشرۍ د پوځي ایتلاف د کوماندانۍ لپاره د جنرال راحیل شریف د فعالیت د اجازتنامې له خپرولو سره موافقه وکړه. راپور وایي چې د پاکستان دولت د دغه هیواد د سترې محکمې د حکم په اساس دغه اجازت ورکړی دی.
څه موده مخکې د پاکستان سترې محکمې د راحیل شریف لپاره له هیواد بهر د فعالیت د اجازتنامې په غیر قانوني ورکولو په اعتراض سره د پاکستان دولت ته یوه میاشته فرصت ورکړی و چې د هغه د فعالیت د دوام په هکله فیصله وکړی.
د پاکستان د سني اتحاد ګوند مشر محاد رضا او د پاکستان ډیر سیاستوالان باوري دي چې عربستان ته د جنرل راحیل شریف استول د پاکستان د پینځه اویا فیصده خلکو د خوښې خلاف خبره ده.
د پاکستان خلکو په ځلونو د یمن له مظلومو مسلمانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د آل سعود د حملو د بندیدو غوښتنه یې کړې ده. عربستان د اماراتو، امریکا او صهیونسټ رژیم او ځینو نورو انډیوالانو په ملاتړ د دوه زره پینځلسم کال له مارچه په یمن تیری او د دغه هیواد سمندري ځمکنۍ او هوایي محاصره پیل کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي