برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په یمن کی دکرونا وایرس دمقابلی په اړه سختی روغتیايی مشکلات

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او بیګا وویل په یمن کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له هڅو سره سره دغه هیواد د روغتیا له سختو شرایطو سره مخ دی
د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس پرون په دغه هیواد کښې د کورونا وایروس د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل د کورونا پرضد جنګ د یمن د امکاناتو او د وسونو د وروستیدا سبب کیږي .
په دنیا کښې د کورونا وایروس په خپریدا سره د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وړاندیز وکړ چې په نړۍ کښې دې ټول جنګونه او نښتې بندې شي او د دنیا یو ترټولو مهم جنګ د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف جنګ دی کوم چې په نړۍ کښې د ترټولو سترې انساني غمیزې د رامینځته کیدا سبب شوی دی په دې ډول چې د یمن له څلرویشتو میلیونو خلکو څخه دوه ویشت میلیونه کسان بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري .

شریک یي کړئ!