برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یمن کی دسعودی دعربستان دګوډاګیانو بریدونه ډیر شوی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سریع وویل په دغه هیواد دسعودی عربستان بریدونه زیات شوی دی.


هغه دې ته په اشارې سره چې دسعودی عربستان ګوډاګیانو له پرون سهار راهسې په صعده ولایت کښې د رازح ، البقع او باقم په شمول په سرحدی عملیاتی چورلیزونو او په نهم چورلیز کښې حملې پیل کړی وویل د یمن پوځیان او ولسی کمیټیانې بریالۍ شوې دغه بریدونه شنډ کړی او د عربستان یوشمیر ګوډاګیان هم ووژنی .
دیمن د پوځ ویاند په دې خبرې سره چې دسعودی عربستان جنګی الوتکو د هیواد په بیلابیلو سیمو څه دپاسه پنځوس(۵۰) ځله بمبارې کړی دی وویل په یمن د دښمن دحملو زیاتیدل په دغه هیواد کښې سولې ته د رسیدا لپاره د ال سعود رژیم د جدیت د نلرلو نښه ده .
دیمن د سولې دخبرو نوی پړاو په راتلونکی پنجشنبې ورځ په سویډن کښې کیږی .
دیمن دکړکیچ دحل لپاره سیاسی خبرې تراوسه د عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو په کارړنګونې سره له ماتی سره مخ شوی دی .
دیمن دانصار الله غورځنګ مرکچی پلاوی هم دسولې په خبرو کښې دګډون لپاره بیګا سویډڼ ته روان شوی دی .
دیمن په چارو کښې دملګروملتونو استازی مارټین ګریفیتس هم د یمن له انصار الله ولسی غورځنګ سره په دغه سفر کښې ملګرتیا کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي