برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یمن کښې دسعودی عربستان دخلاف ورزیو دوام

آریانانیوز: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی السریع بیګا وویل دسعودی عربستان تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو دوه اویا (۷۲) ساعتونو کښې په الحدیده ښار کښې ۸۴۲ ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې.


هغه وویل د سعودی عربستان جنګی الوتکو په تیرو ۷۲ ساعتونو کښې دیمن په نورو سیمو باندې هم ۵۵ حملې کړی دی .
دغه راز دیمن پوځ او ولسی کمیټیو هم بیګا د عربستان تیریو ته په ځواب کښې په نجران کښې په «عاکفه» اډې کښې د ګوډاګیانو په مرکز د «زلزال یو» ډوله بلاسټیک توغندی حمله وکړه .
دغه توغندی په هدف لګیدلی او له کبله یې د سعودی عربستان یوشمیر ګوډاګیان هلاک او یا ژوبل شوی دی .

شریک یي کړئ!