برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په پاکستان کې د چین پر وړاندې د هند نیابتي جګړه

آریانانیوز: د پاکستان حکومتي چارواکو ادعا کړې چې د دوی دښمن هند له چین سره د دوی د ستراتیژیکې ملګرتیا د خرابولو په لټه کې دی.


په 6/2/1401 نېټه د کراچۍ په پوهنتون کې د چین حکومت سره تړلې کنفیوشس انسټیټیوټ ته نږدې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې یا د بلوچ لیبریشن ارمي لخوا په یوه موټر باندې په ځانمرګي برید کې درې د چینایي ژبې ښوونکي او یو پاکستانی ډرایور ووژل شول.

د بلوچ لیبریشن ارمي چې د هند لخوا تمویل او وسله وال کیږي، د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د لومړي ځل لپاره ځانمرګى بريد کوونکى د شري بلوچ په نوم يوې بلوڅې مېرمنې و چې په برامش مشهوره وه او دا بريد به د بلوڅو د مقاومت په تاريخ کې يو نوى باب پرانيزي. دا برید چین او پاکستان ته ښکاره پیغام ورکوي چې دوی باید ډېر ژر له بلوچستانه ووځي.

د پاکستان حکومتي چارواکو دغه ترهګریز برید غندلی او ویلي یې دي چې دا برید له چین سره د پاکستان ستراتیژیکې ملګرتیا ته د زیان رسولو د پلان یوه برخه ده چې د دوی ګډ دښمن هند یې تمویلوي.

 

 

شریک یي کړئ!