برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په ټرافیکي پیښې کی دشلو کسانو وژل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د پاکستان د پنجاب صوبې شیخوپوره سیمې ته نږدې د یوه کوسټر ګاډي او د شاه حسین ایکسپریس په نوم د اورګاډي ترمینځ ټکر کښې کابو شل کسان وژل شوي دي او اته نور ژوبل شوي هم دي چې نږدې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي په وژل شویو او ژوبلو کسانو کښې ښځې او ماشومان هم شته .
په کوسټر کښې سپاره کسان سیکان وو کوم چې پیښور ته له خپلو خپلوانو سره د کتنې لپاره تللي وو او اوس شیخو پوره سیمې ته ستنیدل .
د پاکستان د اوورګاډو او د ژغورنې یولس سوه دوویشت ادارې چارواکي د پیښې ځاې ته ورغلل او ژوبلو کسانو ته یې طبي درملنه ورسوله .
دغه پیښه د پاکستان له ځاي وخت سره سم نن د ورځې یوه نیمه بجه د اورګاډي په یوه پاټک کښې چیرې چې کوم مامور نه وي رامینځته شوي ده .
خو د پولیسو یوه افسر وویل چې د اوورګاډي پاټک تړل شوی و او د کوسټر ډرائیور هڅه وکړه له لنډې لارې تیر شي چې دغه پیښه رامینځته شوه .
هغه وویل له تحقیقاتو وروسته به د پیښې اصلي حقیقت معلوم شي .
د پاکستان د اوورګاډو وزیر شیخ رشید چارواکو ته حکم ورکړی چې د پیښې د ګرمو کسانو پرضد سمدستي اقدام ترسره کړي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دغه پیښه خپګان څرګند کړی او چارواکو ته یې حکم ورکړی دی چې د ژوبلو کسانو په ښه ډول درملنه وکړي .
په تیرو څو کلونو کښې په پاکستان کښې د اوورګاډو ډيرې پیښې شوي دي او تیر کال د پاکستان د اوورګاډو لپاره ترټولو بد کال و .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي