برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په فرانسې کې هم دسعودی ولی عهددسفرپه خلاف سترې مظاهرې

دیورپوټ له مخی  د فرانسې پلازمینې پاریس ته د سعودی عربستان د ولی عهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان په سفر اعتراض کونکو دیمن دبیرغ په اوچتولو او دشعارونو په ورکولو سره په یمن کې د آل سعود رژیم جنایتونه په کلکه غندلی دی.


راپور ښئ د یمن لپاره دسولې په نامې ډلې په پاریس کې د ایفل ټاؤر په وړاندې په سوله ایزې مظاهرې او په یمن کې د آل سعود رژیم د جنایتونو په ضد په پلې کارډونو په اوچتولو سره فرانسې ته د محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت کړی او د یمن د بمباریو او د دغه هیواد مظلوم او بې څوکه ولس دعامې وژلې د د رولو غوښتنې ئې کړی دی .

مظاهره چیانو همداراز ټینګار کاوه ، سعودیان دبشری حقوقو لپاره هیڅ احترام ته قایل نه دی اوباید په نړیوالې محکمې کې محاکه اوسزا شی .

له دې مخکې امریکا ته د محمد بن سلمان سفر هم له پراخو مظاهرو او اعتراضونو سره مخ ؤ او د آل سعود رژیم په ضد دامریکا په زیاترو سترو او واړو ښارونو کې شعارونه پورته شوی وو .

شریک یي کړئ!